د کلتور، یووالي او پیاوړې ټولنې لپاره سره یوځای.info@paiwastoon.org

پیوستون وپېژنئ

د پیوستون په اړه

موږ څوک یو؟

پیوستون – د افغان ټولنیز پرمختګ ټولنه، په هالنډ کې د «Stichting Afghaanse Media & Educatie Nederland (SAMEN)» په نوم ثبت شوی خپلواک بنسټ دی. پیوستون له سیاسي او مذهبي تمایلاتو پرته فعالیت کوي.

پیوستون د افغان کلتور، ژبې او ملي ارزښتونو د ساتنې، پیاوړتیا او ودې لپاره کار کوي. په ورته وخت کې، موږ په هالنډ کې ټولنیز یووالی، مدني ګډون او د افغانانو مثبت حضور پیاوړی کوو.

زموږ ټولنه د استعدادونو، علمي پوهې او مسلکي تجربو د یوځای کېدو او همغږۍ لپاره یو ګډ ډګر دی، څو د افغان ټولنې لپاره مثبت او تلپاتې بدلون رامنځته شي.

زموږ ماموریت

زموږ ماموریت پر دې ټکو ولاړ دی:

  • د افغانانو ترمنځ د اړیکو، همکارۍ او یووالي ټینګول.
  • د افغان کلتور، ژبې او ملي ارزښتونو ساتنه، وده او ترویج.
  • د هویتي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د ګډو پروګرامونو رامنځته کول.
  • په ټولنیز ګډون کې د ځوانانو، ښځو او نویو کډوالو ملاتړ.

زموږ لید

موږ داسې پیاوړې او یو موټې ټولنه غواړو چې:

  • افغان کلتور، ژبه او دودونه وساتي او راتلونکو نسلونو ته یې ولېږدوي.
  • په هالنډ کې د ټولنیز پرمختګ او مدني ګډون لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.
  • د هویت په جوړولو کې د ځوانانو ملاتړ وکړي.
  • د هالنډ په ټولنه کې د افغانانو مثبت او فعال ګډون پیاوړی کړي.

زموږ بنسټیز ارزښتونه

پیوستون پر لاندې ارزښتونو تکیه کوي:

  • د ولسواکۍ، ګډو مشورو او روڼتیا پر بنسټ پرېکړې.
  • بشري حقونو ته درناوی، برابري او زغم.
  • مسؤلیت، روڼتیا او حساب ورکونه.
  • د ښځو او ځوانانو فعاله ونډه.
  • د ګډ کار، همغږۍ او متقابل درناوي فرهنګ.

دا ارزښتونه زموږ د ټولو فعالیتونو او همکاریو بنسټ جوړوي.

موږ څه کوو؟

زموږ فعالیتونه څلور اساسي برخې لري:

کلتوري فعالیتونه

لمانځغونډې، فستیوالونه، موسیقي او ادبي پروګرامونه چې د کلتور او دودونو په ساتنه کې ونډه لري.

زده‌کړه او څېړنه

د مطالعې کړۍ، خپرونې او د ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو په اړه څېړنې.

ټولنیز ملاتړ

نویو کډوالو ته معلومات، لارښوونه او ملاتړ، په ځانګړي ډول د ادغام او ټولنیز ګډون په برخه کې.

رسنۍ او اړیکې

د ویبپاڼې، ټولنیزو رسنیو او غږیزو او تصویري پروژو له لارې د معلوماتو شریکول او د اړیکو پیاوړتیا.

تشکیلاتي جوړښت

پیوستون لاندې برخې لري:

  • مشرتابه ډله — د تګلارې، اجرااتو او پرېکړو مسؤله برخه.
  • مشورتي جرګه — د مشورې، ملاتړ او همغږۍ برخه.
  • د ځوانانو څانګه «پیوستوري / ستوري» — د راتلونکي نسل غږ.

دا جوړښت په ټولنه کې د بېلابېلو نسلونو او مسلکي تجربو د ګډون زمینه برابروي.

راتلونکی په ګډه جوړوو

پیوستون له غړو، رضاکارانو، ټولنیزو بنسټونو او تعلیمي ادارو سره پر همکارۍ باور لري. زموږ ستراتیژیک لومړیتوبونه دا دي:

  • لنډمهاله: منظم فعالیتونه، د ځوانانو ګډون او د سبسیدیو ترلاسه کول.
  • اوږدمهاله: د یوه دایمي کلتوري مرکز جوړول او د ټولنیز استازیتوب پیاوړتیا.

موږ په ګډه په هالنډ کې د یوې پیاوړې، ویاړلې او یو موټې افغانې ټولنې او روښانه راتلونکي لپاره کار کوو.

ستاسو ونډه ارزښت لري

یوه پیاوړې ټولنه
له موږ ټولو پیلېږي.

غړي شئ، د رضاکار په توګه ونډه واخلئ یا خپل بنسټ زموږ له ماموریت سره یوځای کړئ.