د کلتور، یووالي او پیاوړې ټولنې لپاره سره یوځای.info@paiwastoon.org

پیوستون وپېژنئ

د پیوستون تګلاره

پیوستون — د افغان ټولنیز پرمختګ ټولنه
نېټه: د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۱۵مه — وروستۍ بڼه

د تګلارې اصلي PDF ښکته کړئ

۱. پېژندنه

پیوستون – د افغان ټولنیز پرمختګ ټولنه د هالنډ د مدني قانون (Burgerlijk Wetboek) له مخې په قانوني ډول ثبت شوې ټولنه ده: Stichting Afghaanse Media & Educatie Nederland – SAMEN.

پیوستون د سیاسي او مذهبي تمایلاتو پرته د افغان کلتور، ژبې، ملي ارزښتونو او ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره کار کوي. زموږ هدف دا دی چې استعدادونه، علمي او مسلکي کدرونه سره راټول او همغږي کړو، څو د افغان ټولنې لپاره یو مثبت او تلپاتې بدلون رامنځته شي.

۲. لید

موږ داسې ټولنه غواړو چې:

  • د افغان کلتور، ژبې او ملي دودونو بقا او وده یقیني کړي.
  • د ټولنیز پرمختګ، یووالي او مدني ادغام لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.
  • ځوان نسل د هویتي بحران پر وړاندې ځواکمن کړي.
  • د هالنډ په ټولنه کې د افغانانو مثبت او فعال ګډون پیاوړی کړي.

۳. ماموریت

  • د افغانانو ترمنځ د اړیکو او یووالي ټینګول.
  • د کلتور، ژبې او ملي ارزښتونو ساتنه او پرمختګ (ترویج).
  • د هویتي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د ګډو پروګرامونو رامنځته کول.

۴. ستراتیژي / تګلاره

د پیوستون ستراتیژي پر لاندې اصولو ولاړه ده:

  1. د ګډون پراخوالی — د ټولنې د ټولو غړو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، ښځو او نویو کډوالو فعاله ونډه.
  2. شبکې جوړول — له کلتوري، ټولنیزو او تعلیمي بنسټونو سره همکاري او ګډې پروژې.
  3. د ظرفیت لوړونه — د غړو او رضاکارانو لپاره روزنیز ورکشاپونه، مسلکي مشورې او مهارتونه.
  4. رسنیزه ځواکمنتیا — د ویبپاڼې، ټولنیزو رسنیو او ملټي میډیا له لارې د افغان کلتور او هویت ترویج.
  5. د سرچینو تنوع — د مالي دوام لپاره د بسپنو، سبسیدیو، غړیتوب فیس او سپانسرۍ ګډ ماډل.
  6. ارزونه او شفافیت — د پروګرامونو د پایلو منظم څار او د مالي راپورونو خپرول د غړو ترمنځ.
  7. ادغام او هویت ساتنه — داسې پروګرامونه چې یو مهال د افغان کلتور وده او د هالنډي ټولنې ادغام پیاوړی کړي.

۵. بنسټیز ارزښتونه

  • پرېکړې د ولسواکۍ، ګډو مشورو او روڼتیا پر بنسټ ترسره کېږي.
  • ولسواکي، بشري حقونو ته درناوی، متقابل احترام او زغم.
  • روڼتیا او حساب ورکونه.
  • د ښځو او ځوانانو فعاله ونډه.
  • د ګډ کار او همغږۍ فرهنګ.

۶. اساسي موخې او پروګرامونه

  • کلتوري چارې: د ملي، دیني او نورو دودیزو ورځو (لکه خپلواکۍ ورځ، نوروز، اختر) لمانځنه، ګډ کلتوري فستیوالونه، موسیقي او ادبي پروګرامونه.
  • تعلیم او څېړنه: د مطالعې کړۍ، علمي او دیني خپرونې، پښتو ورځ، د کډوالۍ او هویت په اړه څېړنې.
  • ټولنیز ملاتړ: د نویو افغان کډوالو د ادغام، روغتیا، زده‌کړې او کار په اړه معلوماتي پروګرامونه، د ښځو او کورنیو ځانګړې روزنې.
  • رسنیز حضور: رسمي ویبپاڼه، ټولنیزې رسنۍ، ویډیو او پوډکاسټ پروژې.

۷. غړیتوب

  • هغه کسان چې د کلتوري همکارۍ لېوالتیا ولري او د پیوستون تګلارې ته ژمن وي.
  • د تګلارې یا د ټولنیزو اصولو څخه د سرغړونې په صورت کې به د پیوستون مشرتابه ډله پرېکړه کوي.

۸. تشکیلاتي جوړښت

مشرتابه ډله (کمېټه): د پیوستون ټولنې چارې د یوې باصلاحیته شورا (کمېټې) له خوا پرمخ وړل کېږي او د تګلارې پلي کولو مسؤلیت او صلاحیت لري. پرېکړې د ساده اکثریت په رایه منل کېږي.

د نویو غړو منل د مشرتابه په کچه د دوو پر درېیمه اکثریت رایو سره ترسره کېږي.

مشورتي جرګه: د پیوستون مشرتابه ډلې او د همکارو ټولنو / بنسټونو د استازو او مدني / ملي ګټو ته ژمنو فعالانو ګډوله ده، چې موخه یې د اړخونو ترمنځ همغږي او همکاري ده.

د ځوانانو څانګه «پیوستوري / ستوري»: خپلواکه خو د کمېټې تر څار لاندې فعالیت کوي.

۹. مالي چارې او روڼتیا

  • عایداتي سرچینې: د غړیتوب فیس (حق‌العضویت)، بسپنې، سپانسرشيپ، دولتي سبسیدۍ او پروژې.
  • درې میاشتنی او کلنی مالي راپور چمتو کېږي، د مشرتابه لخوا تصویبېږي او د ټولو غړو لپاره عام دی.

۱۰. د نورو ټولنو سره د همکارۍ څرنګوالی

د ګډو پروژو او رسمي همکاریو لپاره مشرتابه ډله یو باصلاحیته پلاوی ټاکي. پلاوی د لومړنیو خبرو وروسته د هوکړه‌لیک مسوده جوړوي چې د مشرتابه کمېټې د ارزونې او تصویب تابع ده. که اړتیا وي، د مشورتي جرګې نظر هم اخیستل کېږي.

۱۱. د ګټو تضاد

هیڅ مشرتابه غړی نشي کولای د ټولنې منابع د شخصي ګټو لپاره وکاروي.

۱۲. د کړنلارې بدلون

د دې تګلارې هر ډول بدلون د مشرتابه ډلې د ساده اکثریت په رایه تصویبېږي.

۱۳. د ټولنې منحل کېدل

  • د ټولنې د احتمالي منحل کېدو په صورت کې، د شتمنیو او اسنادو وروستۍ پرېکړه به د مشرتابه ډلې د اکثریت رایو پر بنسټ، د هالنډ د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ترسره کېږي.
  • پاتې مالي شتمنۍ به، د اړوندو څېړنو او د غړو سره د سلا مشورې وروسته، یا بېرته قانوني پانګوالو ته ستنېږي، او یا به د ورته کلتوري او ټولنیزو موخو د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.

۱۴. ستراتیژیک لومړیتوبونه

  • لنډمهاله: منظم کلتوري پروګرامونه، د ځوانانو فعالول، د رسنیز حضور پیاوړتیا، د ښځو او ځوانانو روزنیزې پروژې، ګډ کلتوري فستیوالونه او د سبسیدیو ترلاسه کول.
  • اوږدمهاله: دایمي کلتوري مرکز جوړول، د افغان ځوانانو مسلکي روزنې او په هالنډي ټولنه کې د افغانانو د استازیتوب پیاوړتیا.

ستاسو ونډه ارزښت لري

یوه پیاوړې ټولنه
له موږ ټولو پیلېږي.

غړي شئ، د رضاکار په توګه ونډه واخلئ یا خپل بنسټ زموږ له ماموریت سره یوځای کړئ.