موږ څوک یو؟
پیوستون – د افغان ټولنیز پرمختګ ټولنه، په هالنډ کې د «Stichting Afghaanse Media & Educatie Nederland (SAMEN)» په نوم ثبت شوی خپلواک بنسټ دی. پیوستون له سیاسي او مذهبي تمایلاتو پرته فعالیت کوي.
پیوستون د افغان کلتور، ژبې او ملي ارزښتونو د ساتنې، پیاوړتیا او ودې لپاره کار کوي. په ورته وخت کې، موږ په هالنډ کې ټولنیز یووالی، مدني ګډون او د افغانانو مثبت حضور پیاوړی کوو.
زموږ ټولنه د استعدادونو، علمي پوهې او مسلکي تجربو د یوځای کېدو او همغږۍ لپاره یو ګډ ډګر دی، څو د افغان ټولنې لپاره مثبت او تلپاتې بدلون رامنځته شي.
زموږ ماموریت
زموږ ماموریت پر دې ټکو ولاړ دی:
- د افغانانو ترمنځ د اړیکو، همکارۍ او یووالي ټینګول.
- د افغان کلتور، ژبې او ملي ارزښتونو ساتنه، وده او ترویج.
- د هویتي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د ګډو پروګرامونو رامنځته کول.
- په ټولنیز ګډون کې د ځوانانو، ښځو او نویو کډوالو ملاتړ.
زموږ لید
موږ داسې پیاوړې او یو موټې ټولنه غواړو چې:
- افغان کلتور، ژبه او دودونه وساتي او راتلونکو نسلونو ته یې ولېږدوي.
- په هالنډ کې د ټولنیز پرمختګ او مدني ګډون لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.
- د هویت په جوړولو کې د ځوانانو ملاتړ وکړي.
- د هالنډ په ټولنه کې د افغانانو مثبت او فعال ګډون پیاوړی کړي.
زموږ بنسټیز ارزښتونه
پیوستون پر لاندې ارزښتونو تکیه کوي:
- د ولسواکۍ، ګډو مشورو او روڼتیا پر بنسټ پرېکړې.
- بشري حقونو ته درناوی، برابري او زغم.
- مسؤلیت، روڼتیا او حساب ورکونه.
- د ښځو او ځوانانو فعاله ونډه.
- د ګډ کار، همغږۍ او متقابل درناوي فرهنګ.
دا ارزښتونه زموږ د ټولو فعالیتونو او همکاریو بنسټ جوړوي.
موږ څه کوو؟
زموږ فعالیتونه څلور اساسي برخې لري:
کلتوري فعالیتونه
لمانځغونډې، فستیوالونه، موسیقي او ادبي پروګرامونه چې د کلتور او دودونو په ساتنه کې ونډه لري.
زدهکړه او څېړنه
د مطالعې کړۍ، خپرونې او د ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو په اړه څېړنې.
ټولنیز ملاتړ
نویو کډوالو ته معلومات، لارښوونه او ملاتړ، په ځانګړي ډول د ادغام او ټولنیز ګډون په برخه کې.
رسنۍ او اړیکې
د ویبپاڼې، ټولنیزو رسنیو او غږیزو او تصویري پروژو له لارې د معلوماتو شریکول او د اړیکو پیاوړتیا.
تشکیلاتي جوړښت
پیوستون لاندې برخې لري:
- مشرتابه ډله — د تګلارې، اجرااتو او پرېکړو مسؤله برخه.
- مشورتي جرګه — د مشورې، ملاتړ او همغږۍ برخه.
- د ځوانانو څانګه «پیوستوري / ستوري» — د راتلونکي نسل غږ.
دا جوړښت په ټولنه کې د بېلابېلو نسلونو او مسلکي تجربو د ګډون زمینه برابروي.
راتلونکی په ګډه جوړوو
پیوستون له غړو، رضاکارانو، ټولنیزو بنسټونو او تعلیمي ادارو سره پر همکارۍ باور لري. زموږ ستراتیژیک لومړیتوبونه دا دي:
- لنډمهاله: منظم فعالیتونه، د ځوانانو ګډون او د سبسیدیو ترلاسه کول.
- اوږدمهاله: د یوه دایمي کلتوري مرکز جوړول او د ټولنیز استازیتوب پیاوړتیا.
موږ په ګډه په هالنډ کې د یوې پیاوړې، ویاړلې او یو موټې افغانې ټولنې او روښانه راتلونکي لپاره کار کوو.
