پیوستون — د افغان ټولنیز پرمختګ ټولنه
نېټه: د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۱۵مه — وروستۍ بڼه
۱. پېژندنه
پیوستون – د افغان ټولنیز پرمختګ ټولنه د هالنډ د مدني قانون (Burgerlijk Wetboek) له مخې په قانوني ډول ثبت شوې ټولنه ده: Stichting Afghaanse Media & Educatie Nederland – SAMEN.
پیوستون د سیاسي او مذهبي تمایلاتو پرته د افغان کلتور، ژبې، ملي ارزښتونو او ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره کار کوي. زموږ هدف دا دی چې استعدادونه، علمي او مسلکي کدرونه سره راټول او همغږي کړو، څو د افغان ټولنې لپاره یو مثبت او تلپاتې بدلون رامنځته شي.
۲. لید
موږ داسې ټولنه غواړو چې:
- د افغان کلتور، ژبې او ملي دودونو بقا او وده یقیني کړي.
- د ټولنیز پرمختګ، یووالي او مدني ادغام لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.
- ځوان نسل د هویتي بحران پر وړاندې ځواکمن کړي.
- د هالنډ په ټولنه کې د افغانانو مثبت او فعال ګډون پیاوړی کړي.
۳. ماموریت
- د افغانانو ترمنځ د اړیکو او یووالي ټینګول.
- د کلتور، ژبې او ملي ارزښتونو ساتنه او پرمختګ (ترویج).
- د هویتي او ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د ګډو پروګرامونو رامنځته کول.
۴. ستراتیژي / تګلاره
د پیوستون ستراتیژي پر لاندې اصولو ولاړه ده:
- د ګډون پراخوالی — د ټولنې د ټولو غړو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، ښځو او نویو کډوالو فعاله ونډه.
- شبکې جوړول — له کلتوري، ټولنیزو او تعلیمي بنسټونو سره همکاري او ګډې پروژې.
- د ظرفیت لوړونه — د غړو او رضاکارانو لپاره روزنیز ورکشاپونه، مسلکي مشورې او مهارتونه.
- رسنیزه ځواکمنتیا — د ویبپاڼې، ټولنیزو رسنیو او ملټي میډیا له لارې د افغان کلتور او هویت ترویج.
- د سرچینو تنوع — د مالي دوام لپاره د بسپنو، سبسیدیو، غړیتوب فیس او سپانسرۍ ګډ ماډل.
- ارزونه او شفافیت — د پروګرامونو د پایلو منظم څار او د مالي راپورونو خپرول د غړو ترمنځ.
- ادغام او هویت ساتنه — داسې پروګرامونه چې یو مهال د افغان کلتور وده او د هالنډي ټولنې ادغام پیاوړی کړي.
۵. بنسټیز ارزښتونه
- پرېکړې د ولسواکۍ، ګډو مشورو او روڼتیا پر بنسټ ترسره کېږي.
- ولسواکي، بشري حقونو ته درناوی، متقابل احترام او زغم.
- روڼتیا او حساب ورکونه.
- د ښځو او ځوانانو فعاله ونډه.
- د ګډ کار او همغږۍ فرهنګ.
۶. اساسي موخې او پروګرامونه
- کلتوري چارې: د ملي، دیني او نورو دودیزو ورځو (لکه خپلواکۍ ورځ، نوروز، اختر) لمانځنه، ګډ کلتوري فستیوالونه، موسیقي او ادبي پروګرامونه.
- تعلیم او څېړنه: د مطالعې کړۍ، علمي او دیني خپرونې، پښتو ورځ، د کډوالۍ او هویت په اړه څېړنې.
- ټولنیز ملاتړ: د نویو افغان کډوالو د ادغام، روغتیا، زدهکړې او کار په اړه معلوماتي پروګرامونه، د ښځو او کورنیو ځانګړې روزنې.
- رسنیز حضور: رسمي ویبپاڼه، ټولنیزې رسنۍ، ویډیو او پوډکاسټ پروژې.
۷. غړیتوب
- هغه کسان چې د کلتوري همکارۍ لېوالتیا ولري او د پیوستون تګلارې ته ژمن وي.
- د تګلارې یا د ټولنیزو اصولو څخه د سرغړونې په صورت کې به د پیوستون مشرتابه ډله پرېکړه کوي.
۸. تشکیلاتي جوړښت
مشرتابه ډله (کمېټه): د پیوستون ټولنې چارې د یوې باصلاحیته شورا (کمېټې) له خوا پرمخ وړل کېږي او د تګلارې پلي کولو مسؤلیت او صلاحیت لري. پرېکړې د ساده اکثریت په رایه منل کېږي.
د نویو غړو منل د مشرتابه په کچه د دوو پر درېیمه اکثریت رایو سره ترسره کېږي.
مشورتي جرګه: د پیوستون مشرتابه ډلې او د همکارو ټولنو / بنسټونو د استازو او مدني / ملي ګټو ته ژمنو فعالانو ګډوله ده، چې موخه یې د اړخونو ترمنځ همغږي او همکاري ده.
د ځوانانو څانګه «پیوستوري / ستوري»: خپلواکه خو د کمېټې تر څار لاندې فعالیت کوي.
۹. مالي چارې او روڼتیا
- عایداتي سرچینې: د غړیتوب فیس (حقالعضویت)، بسپنې، سپانسرشيپ، دولتي سبسیدۍ او پروژې.
- درې میاشتنی او کلنی مالي راپور چمتو کېږي، د مشرتابه لخوا تصویبېږي او د ټولو غړو لپاره عام دی.
۱۰. د نورو ټولنو سره د همکارۍ څرنګوالی
د ګډو پروژو او رسمي همکاریو لپاره مشرتابه ډله یو باصلاحیته پلاوی ټاکي. پلاوی د لومړنیو خبرو وروسته د هوکړهلیک مسوده جوړوي چې د مشرتابه کمېټې د ارزونې او تصویب تابع ده. که اړتیا وي، د مشورتي جرګې نظر هم اخیستل کېږي.
۱۱. د ګټو تضاد
هیڅ مشرتابه غړی نشي کولای د ټولنې منابع د شخصي ګټو لپاره وکاروي.
۱۲. د کړنلارې بدلون
د دې تګلارې هر ډول بدلون د مشرتابه ډلې د ساده اکثریت په رایه تصویبېږي.
۱۳. د ټولنې منحل کېدل
- د ټولنې د احتمالي منحل کېدو په صورت کې، د شتمنیو او اسنادو وروستۍ پرېکړه به د مشرتابه ډلې د اکثریت رایو پر بنسټ، د هالنډ د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ترسره کېږي.
- پاتې مالي شتمنۍ به، د اړوندو څېړنو او د غړو سره د سلا مشورې وروسته، یا بېرته قانوني پانګوالو ته ستنېږي، او یا به د ورته کلتوري او ټولنیزو موخو د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.
۱۴. ستراتیژیک لومړیتوبونه
- لنډمهاله: منظم کلتوري پروګرامونه، د ځوانانو فعالول، د رسنیز حضور پیاوړتیا، د ښځو او ځوانانو روزنیزې پروژې، ګډ کلتوري فستیوالونه او د سبسیدیو ترلاسه کول.
- اوږدمهاله: دایمي کلتوري مرکز جوړول، د افغان ځوانانو مسلکي روزنې او په هالنډي ټولنه کې د افغانانو د استازیتوب پیاوړتیا.
